سوله د خداي لاره جګړه دشیطان لاره




له دی حقیقت نه انکار نه شو کولای چه وژنه او جګړه دانسان د هغه د پیدا کیدو د لومړنیو ورځو څخه یعنی د هابیل او قابیل د زمانی څخه وجود درلود. دا هم پوهیږی چه دا ټول د خدای د ارادی خلاف کار ؤ.
که چیری د تاریخ پاڼو ته یوه لنډه کتنه وکړو د تاریخ په اوږدو کی میلیونونو خلک او ښارونه دجکړی په نتیجه کی له منځ نه تللی دي. له بده مرغه دا جگړی او وژنی اوس هم د انسانانو، ملیتونو او هیوادنو تر منځ په رنگارنگ بهانو دوام لری.
څنګه چه لیدل کیږی جگړه او وژنه یوه شیطانی عمل دی چه خدای پاک ددی عمل څخه کلک بیزار او مخالف دی. څوک چه دا عمل ترسره کوی د خدای د اوامرو څخه پیروی او اطاعت نه کوی. ژوند هغه نعمت دی چه خدای تعالی مونږ ته راکړی دی. نو بیا یو بنده د خدای، څنګه ځان ته دا حق ورکوی د یو بل همنوع ژوند ور څخه واخلی، ځکه دا خو د خدای د ارادی کاملاً خلاف کار دی.
خدای د مسیح په وسیله د خالق او مخلوق تر مینځ جدائی یی له مینځه یووړه او ټول موجودات یی سره پخلا کړل او دخپلی وینی تویولو سره ئی دصلیب پر سر سوله او دوستی پخپلو منځونو کی او هم هغه څه چه په آسمان او ځمکه کی دی منځ ته راؤوړه.
د خدای کلام د سولی کلام دی . د خدای کلام د دوستی کلام دی او د دی پاک کلام پیغام ټولوته روښانه او پاک ژوند دی. کله چه مونږ د مسیح ژوند ته کتنه کوو وینو چه مسیح حتی خپل ژوند د سولی لپاره قربان کړی دی، تر څو هغه څوگ چه په هغه ایمان راوړی هغه هم د سولی لپاره کار وکی.
که یو ځل بیا هم د عیسی مسیح پیام ته چه په انجیل شریف کی ثبت دی په ځیر سره وگورو، مونږ ته مالومیږی چه د عیسی مسیح پیام د سولی او په سولی باندی د ژوند کولو پیام دی. راځی د دی پیام په اساس ژوند وکی

تر څو وکولای شی چه پاک ژوند ولری او هم وکولای شی نورو ته د سولی پیام ورسوی.
" په تاسو کښی جنګ جګړی له کُومه راغلی؟ آيا د هغه خواهشاتو نه نۀ دى کُوم چه ستاسو په اندامونو کښی فساد کوى؟ تاسو چه د کُوم څيز خواهش کوئ خو تاسو ته په لاس نۀ درځى، ځکه خون کوئ اؤ کينه لرئ خو هيڅ حاصلولی نۀ شی. تاسو نښلئ، جنګيږئ، خو تاسو ته ځکه نه ملاويږى چه له خدائی نه ئی غواړئ. تاسو ئی غواړئ اومومئ ئی نه، دا ځکه چه په بد نيت ئی غواړئ، چه په خپل عيش و عشرت ئی ولګوئ." ( یعقوب ۴:۱-۲ ) خدای کلام د هغو خلکو د پاره چه په تباهی کی ژوند کوی، جگړی او وژنی ته بهانی لټوی ډیر روښانه دی. او د هغه چا د پاره هم روښانه دی چه په ځان کی کینه او عدالت لری او په حسادت کی شپی او ورځی تیروی. کله چه د خدای کلام ته پاملرونه نه کوو او د خدای سره سوله نه کوو نو څنکه بیا د یو بلو سره سوله وکړو. اول باید دخدای سره پخلا او مینه وکړو، که دا پخلاینه او مینه نه وی نو مو‌یږ نور هم په ګناهونو کی غرقیږو.
د خدای کلام په دی هکله دومره روښانه دي چه حتی هر څوک چه په خپل زړه کی هم یو ورور ته یا یو همنوع ته کینه ولری ګناهکار شمیرل کیږی.
دا چه څوگ د یوه انسان او یا ده انسانانو د وژنی او جگړی تبلیغ کوی دا هم یوه لویه او خطرناکه گناه ده.

  
خوشا بحال صلح کنندگان،

 زیرا ایشان فرزندان خدا
                                                                  خوانده خواهند شد.         
                                                                                                                                                                                                                                         
 (متی  ٩:٥ )



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر